قامي اسمبلۍ كښې د مهمې قانون سازۍ عمل تند كولو په شمول آئيني او د ټاكنو اصلاحات كمېټۍ په جوړولو اتفاق ٬ د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د پارليماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان ملاقات

اسلام آباد۔15مارچ (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د وزيراعظم د پارليماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان د ګل په ورځ ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال دواړو لارښودو قامي اسمبلۍ كښې د مهمې قانون سازۍ عمل تند كولو په شمول د آئيني او ټاكنو اصلاحات كمېټۍ په جوړولو اتفاق وكرو۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لمخې د كمېټۍ مشري به د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر كوي۔ كمېټي به د ګلګت بلتستان عبوري صوبې سره د اړوندو آئيني او قانوني اړخونو جاج اخلي۔ کمېټۍ كښې به اپوزيشن او حكومت ته يو برابر نمائندګي وركولې شي۔ كمېټي به د اپوزيشن د تحفظات بشپړه جاج اخستو له تګلاره وضعه كوي۔ كمېټي به د ټاكنو اصلاحات ځنډولي شوي بل هم بيا د سر نه جاج اخلي۔ کمېټی به د سېنېټ ټاكنو سره اړوند آئين كښې د بدلون په حقله اپوزيشن ګوندونو سره مشاورت كوي۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د سېنېټ ټاكنو په حقله د رامخې ته كېدونكو پوښتنو به مخنيوي كول وي۔ د ټاكنو اصلاحات د وخت مهم ضرورت دے۔ هغه ووئيل د قانون سازۍ د لارې مهمو قانوني چارو كښې اصلاحات رامخې ته كېدې شي۔ هغه ووئيل حكومت او اپوزيشن له به د قانون سازۍ د لارې د اولسي اهميت چارې په زړه پورې ډول ترسره كول وي۔ هغه ووئيل د سېنېټ ټاكنې د اصلاحات نه كېدو د لاسه يوه تماشه جوړه شوه۔ هغه زياته كړه چې مونږ له به تېر وخت هېرولو سره سباؤن لپاره سوچ كول وي