په يمن كښې يو بل ځانمرګي بريد٬ ګڼ شمېر كسان وژل شول

صنعا 17 مئي (اے پي پي) د يمن په سوئيلي المكلا ښار كښې د امنيتي ځواكونو په هېډكوارټر كښې په ځانمرګي بريد كښې ګڼ شمېر كسان مړه او ژوبل شوي دي۔ د عرب مېډيا له مخې په المكلا ښار كښې په تېرو دوه وروځو كښې دا دويم ځانمرګے بريد دے۔ د دې څخه وړاندې د يو ځانمرګي بريد په نتيجه كښې 30 پوليس اهلكار مړه او 60 ژوبل شوي وو۔ د وسله والو ډلې داعش د دې بريد ذمه واري قبوله كړې وه۔