اسلام آباد 13 مارچ (اے پی پی) د پاكستان محمد شهباز په وكټري انټرنېشنل ورچوئل آن لائن كاتا كراټې چېمپئن شپ كښې د پيتلو تمغه وګټله. د پاكستان كراټې فېډرېشن چارواكو له مخې په دې انټرنېشنل آن لائن كاتا مقابلو كښې د 23 هېوادونو 1002 لوبغاړو ګډون وكړو. محمد شهباز په دې چېمپئن شپ كښې د پاكستان نمائندګي كولو سره د 22 نه تر 34 كېټګري كښې برخه اخستلو سره هېواد لپاره د كانسې په تمغه ترلاسه كولو كښې بريالې شوے. د فېډرېشن صدر ده ته په دې كاميابې مباركي وركړې.