لكهنٶ 13 مارچ (اے پی پی) د هند او سوئيلي افريقې د ښځينه لوبډلو ترمېنځه څلورم يو ورځنې مېچ به﴿نن﴾ د اتوار په ورځ په لكهنٶ كښې كېږي. د پنځو مېچونو په دې سېريز كښې د سوئيلي افريقې لوبډلې د يو په مقابله كښې دوه مېچونه ګټلي دي. د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز پنځم او وروستې مېچ به د مارچ په 17مه نېټه كېږي.