وهاړي 13 مارچ (اے پی پی) د وهاړي په بورے والا ښار كښې د دوه مسافر بسونو ټكر كېدو په نتيجه كښې د 2 مېرمنو پشمول 4 كسان په حق رسېدلي او 7 نور ژوبل شوي دي. د نجي ټي وي چېنل له مخې د پوليس چارواكو وئيلي دي چې دا پېښه په وهاړي سړك ظهير نګر سيمې سره نزدې رامېنځ ته شوې چرته چې دوه تند رفتاره بسونه په خپلو كښې ټكر شوي دي. په پېښه كښې د دوه مېرمنو پشمول 4 كسان په ټكي مره او د څلور مېرمنو، دوه سړي او يو ماشوم پشمول 7 كسان ژوبل شوي دي. ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي او پوليسو مقدمه درج كولو سره د پېښې پلټنې پېل كړې دي.