احمد آباد 13 مارچ (اے پی پی) د هند او انګلستان ترمېنځه د سېريز دوهم دوهم ټي ټونټي مېچ به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ په احمد آباد كښې كېږي. د پنځو مېچونو په دې سېريز كښې وړومبې مېچ د انګلستان مېلمه لوبډلې ګټلې دے. د سېريز دريم ټي ټونټي مېچ به د مارچ په 16 نېټه، څلورم به د مارچ په 18مه نېټه او پنځم او وروستې مېچ به د مارچ په 20مه نېټه كېږي. ټول مېچونه به په احمد آباد كښې كېږي.