د بلوچستان ګورنر جسټس (ريټائرډ ) امان الله خان ياسين زئي سره د وزيراعظم د ماحولياتي بدلون خاص مرستيال امېن اسلم وليدل

كوئټه 12مارچ (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جسټس (ريټائرډ) امان الله خان ياسين زئي سره د وزيراعظم د ماحولياتي بدلون خاص مرستيال امين اسلم ليدلي دي۔ ملاقات كښې په سيمه كښې موسمي بدلون او د بارانونو له امله د اوبو پانګو ، زراعت او د لائيو سټاك په زيان په تفصيلي توګه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع ګورنر امان الله ياسين زئي ووئيل زرخيزي زياتولو لپاره د نېشنل پاركونو او نرسريو شميرې زياتولو ته اړتيا ده۔ ګورنر ياسين زئي ووئيل خوراك او غذائيت په اړه حكومتي اقدامات نه علاوه د هېواد او نړيوالو ادارو مرستي او لارښودني ته هم اړتيا ده