په كوئټه كښې د سكرو په كان كښې د چاودنې په نتيجه كښې 6 كسان مړه شول

كوئټه 12 مارچ(اے پی پی) په كوئټه كښې د سكرو په كان كښې د چاودنې په نتيجه كښې 6 كسان مړه شوي او دوه ژوندي بچ كړی شوي۔د نجي ټي وي چينل رپورټ له مخې چيف مائنز انسپكټر شفقت فياض مېډيا ته وئېلي دي دا پېښه په مارواړ سيمه كښې د سكرو په كان كښې د ګاز جمع كېدو له امله رامخې ته شوې۔په چاودنه كښې په كان كښې كار كوونكي 8 كسان ګير شوي وو۔د 15 ساعته اوږد رېسكيو اپرېشن نه پس دوه كسان ژوندي بچ كړی شوي او د 6 كسانو مړي راويستلې شوي۔چارواكو د چاودنې نه پس كان سيل كړے او د یپښې پلټنې يې پېل كړې دي