اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي) د پاكستان ورځې په لړ كښې مېنز ټېنس چېمپئن شپ به د مارچ په 18مه نېټه په حېدرآباد جمخانه هارډ كورټ كښې پېل كېږي. د ايونټ چيف آرګنائزر محمد خالد رحماني وئيلي دي چېمپئن شپ لپاره د اوس نه چمتووالے نيولے شوے. ده ووئيل په چېمئپن شپ كښې به د دوه كېټګري مقابلې كېږي چې پكښې د مېنز سنګلز او مېنز ډبلز مقابلې شاملې دي. ده ووئيل په ټورنامنټ كښې د ګډون خواهش لرونكي لوبغاړي د مارچ تر 15مه نېټې خپل رجسټرېشن كولے شي.ده ووئيل تراوسه د ټول هېواد څخه 9 نامتو لوبغاړو په ټورنامنټ كښې د ګډون كولو تصديق كړے چې پكښې عقيل خان٬مزمل مرتضٰی شعېب خان٬شهزاد خان٬محمد عابد٬احمد چوهدري٬ بركت الله٬هيرا عاشق او يوسف خليل شامل دي۔ده ووئيل چيمپئن شپ به د مارچ په 23مه نېټه روان وي٬چيمپئن شپ لپاره دوه لكه روپې انعام اېښودلے شوے