د هند لخوا د خپل ضرورت څخه د زياتې وسلې په اغستو د منطقې امن او استحكام ته سخت خطرات ورپېښ دي۔د خارجه دفتر وياند اوونيز بريفنګ

اسلام آباد 11 مارچ (اے پی پی)د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري دا خبره واضحه كړې جې د هند لخوا د خپل امنيت ضرورت څخه د زياتې وسلې په اغستو د منطقې امن او استحكام ته سختې خطرې ورپېښې دي٬پاكستان د كووېډ 19 واكسين اغستو په اړه هند سره كومه دوه اړخيزه لوظ نامه نه ده كړې٬واكسين به هند نه بلكې د واكسينو نړيوال الائنس ګاوي وركوي۔د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د هند لخوا پاكستان ته د كووېډ-19 د 45 ملين خوراكونو وركولو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل د واكسين نړيوال الائنس ګاوي د كويكس له مخې د پاكستان پشمول ګڼ شمېر هېوادونو ته د واكسين د خوراكونو وركولو وړاندېز كړے ؤ۔د پاك پوځ د (ر)افسر په نيپال كښې د بې دركۍ په اړه وياند ووئيل د پاكستاني حكومت په خواست نيپال د دې معاملې پلټنو لپاره خاص ډله تشكيل كړی وه خو په دې لړ كښې تراوسه كوم پرمختګ نه دے شوے٬وياند ووئيل د دې خبرې ډېر قوي شواهد شته چې د حبيب زاهد په تښتونه كښې د هندي ايجنسو پشمول هندي وګړي ككړ دي كومو چې د رپورټ له مخې حبيب زاهد سره د لومباني په هوائي اډه ملاقات كړے ؤ او هغه لپاره يې د هوټل او ټكټ ريزروېشن كړے ؤ ۔وياند ووئيل د كورنۍ په درخواست د جبري بے دركۍ په اړه يو اېن وركنګ ګروپ هم كيس رجسټرډ كړے۔وياند د هند اړوندو چارواكو ته ووئيل چې هغه د ملګرو ملتونو احترام وكړي او د حبيب زاهد په سمدستي توګه راخوشې كولو لپاره د يو اېن وركنګ ګروپ سره مرسته وكړي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل پاكستان تل د افغانستان د سولې عمل له آسانۍ وركړي۔د پاكستان د تعميرې سهولت كارۍ په نتيجه كښې د امريكې او طالبانو د سولې لوظ نامه او د افغانانو ترمينځه خبرې ممكن شوي۔ده ووئيل پاكستان تل دا دريځ لري چې د افغانستان شخړه كوم پوځي حل نه لري٬دا مسئله يوازې د سياسي عمل د لارې حل كېدې شي۔وياند ووئيل پاكستان په دې لړ كښې د امريكې د هڅو هركلے كوي۔د كشمير په اړه وياند ووئيل هند په مقبوضه جمو كشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلولو له هڅې كوي۔دې مقصد لپاره هند تراوسه هلته آبادۍ لپاره 3.28 ملين غېر كشميريانو ته جعلي ډوميسائلونه جاري كړي۔وياند ووئيل د داسې ټولو غېر قانوني اقداماتو په سمدستي توګه د منسوخ كولو ضرورت دے۔هند په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو څخه سختې سرغړونې كوي۔وياند ووئيل د ملګرو ملتونو پشمول نړيواله ټولنه او نړيوال تنظيمونه په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه سرغړونې په ډاګه كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل سارك يو مهم سيمه ايز فورم دے او پاكستان د سارك د مشرانو غونډې كولو او دې عمل لپاره پوخ عزم لري۔وياند ووئيل د سارك د مشرانو غونډې په لار كښې د ټولو مصنوعي خنډانو لرې كولو ضرورت دے۔