افغانستان كښې د امنيتي ځواكونو عملياتو كښې 30 طالب جنګيالي وژل شول

كابل 17 مئي (اے پي پي) په افغانستان كښې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې 30 طالب جنګيالي وژلې شوي دي۔ د افغانستان دفاع وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د امنيتي ځواكونو د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو كښې عملياتو كښې د طالبانو 30 غړي وژلي دي۔ د بيان له مخې په دې عملياتو كښې 30 طالب جنګيالي ژوبل شوي هم دي۔