په پیښور كښې شوكمارو د بينك څخه 70 لكه روپۍ لوټ كړي٬د شوكمارو په ډزو د بېنك منيجر په حق رسېدلے

پېښور 09 مارچ (اے پي پي) پیښور كښې شوكمارو د بينك څخه 70 لكه روپۍ لوټ كړي٬د شوكمارو په ډزو د بېنك منيجر په حق رسېدلے۔د خبر له مخې دا پېښه د څوكنو تاڼې په حدود كښې د عبدالشكور بابا زيارت سره نزدې په بېنك آف خېبركښې رامينځ ته شوې چرته چې 4 نامعلومه شوكمار بېنك ته ننوتل او په ډزو كولو يې د بېنك منيجر اصغر اعوان ووژلو۔په ډزو كښې كېشئير هشتم خان ژوبل شوے۔د پیښور سي سي پي او احسن عباس د پېښې په ځاے مېډيا سره په خبرو كښې ووئيل څلور شوكمار په موټرسائيكل راغلې وو او د بېنك څخه يې 70 لكه روپۍ لوټ كړي او تښتېدلې دي۔ده ووئيل مړے او ژوبل شوے كس روغتون ته رسولې شوي۔ده ووئيل د پیښې پلټنې پېل كړی شوي