باجوړ۔9مارچ(اے پی پی) باجوړ كښې په يوه ترافيكي پېښه كښې د 4 مېرمنو په شمول 7 كسان ژوبل شوي۔ د رېسکیو 1122 چارواكو له مخې دا پېښه د نهې په ورځ په سول كالونۍ كښې هغه وخت رامخې ته شوه كله چې د پېښور نه باجوړ ته روان ګاډې د ناوګۍ په سړك اپوټه شو۔ د چارواكو له مخې پېښه كښې 7 كسان ژوبل شوي كومو كښې چې 4 مېرمنې هم شاملې دي۔ د پېښې نه وروستو د رېسکیو 1122 چارواكي سره د دوو اېمبولېنس ګاډو د پیښې ځائې ته ورسېدل او ژوبل شوي كسان ئې نزدې روغتون ته ورسول۔(