ګلګت۔9مارچ(اے پی پی) د ګلګت بلتستان اسمبلۍ د ګلګت بلتستان عبوري صوبې جوړولو په حق كښې قرارداد منظور كړے۔ قرارداد كښې وئيلي شوي ګلګت بلتستان ته د عبوري آئيني صوبې درجه وركولو سره دې قامي اسمبلۍ او نورو وفاقي ادارو كښې دوي له نمائندګي وركړې شي او عبوري صوبه جوړولو له دې د پاكستان په آئين كښې د ضروري بدلونونو بل پارليمنټ څخه منظور كړے شي۔ د دې خبرې دې خيال وساتلے شي چې ياد شوو بدلونونو سره دې د مقبوضه كشمير په اړه د ملګرو ملتونو قراردادونو په رڼا كښې د پاكستان اصولي دريځ په ځاے وي۔ دا قرارداد اسمبلۍ كښې د ګلګت بلتستان وزيراعلې خالد خورشید، د پی ټی آئی د اسمبلۍ غړي راجه اعظم، د پی پی د اسمبلۍ او د مخالفې ډلې غړي امجد اېډووکېټ، د کے یو آئی د اسمبلۍ غړي رحمت خالق، د مسلم لیګ (ن) د اسمبلۍ غړي غلام محمد، د پی ټی آئی د اسمبلۍ غړي عبېداللہ بېګ او د اېم ډبليو اېم د اسمبلۍ غړي كاظم مېثم وړاندے كړے ؤ