ډی اېچ اے د پاكستان ورځې په موقع د انډر 16 او سينيئر هاکی ټورنامنټ كولو پرېكړه وكړه

پېنډۍ ۔9مارچ(اے پی پی) ډسټرکټ هاکي اېسوسی اېشن پنډۍ (ډی اېچ اے) د پاكستان ورځې په موقع د انډر 16 او سينئر هاكي ټورنامنټ كولو پرېكړه كړې۔ د ډي اېچ اے سېكرټري اېچ اے شېخ علي عابد ووئيل دواړه ټورنامنټس به د روانې مياشتې 13 مې نېټې نه تر 23 مې نېټې شهناز شېخ هاكي سټېډيم كښې كولې شي۔ انډر 16 ټورنامنټ كښې به 6 لوبډلې برخه اخلي كومو كښې چې پنډۍ اکېډمي ، پنجاب یوت اکېډمي، واہ اکېډمي او د ذاکر حسین اکېډمي دوه لوبډلې شاملې دي۔ هغه وئيل په سينئر هاكي ټورنامنټ كښې د پېنډۍ او اسلام آباد 16 لوبډلې برخه اخلي۔ د دواړو ټورنامنټس فائنل مقابلې به د روانې مياشتې په 23 مې نېټه كېږي