اسلام آباد۔8مارچ(اے پی پی) د اسلام آباد فټ بال چېلنج كپ ټورنامنټ پري كوارټر فائنل مقابلې نن د نهې ورځې نه ټي اېنډ ټي فټ بال ګراؤنډ كښې پیل كېږي۔ اولنے پری کوارټر فائنل به د ایلیټ کلب او آزاد جمو و کشمیر کلب لوبډلو ترمينځه ماسپخين درې بجې كېږي۔ د آرګنائزنګ كمېټۍ چيئرمېن سيد شرافت حسېن بخاري ووئيل ټورنامنټ كښې د اسلام آباد تر ټولو غوره 28 لوبډلو برخه اخستې وه كومې چې په 8 ډلو وېشلې شوي ۔ د هرې يوې ډلې نه دوه دوه لوبډلو پري كوارټر فائنل لپاره كواليفائي كړې۔