د اسلام آباد چېلنج كپ ټورنامنټ پري كوارټر فائنل مقابلې سبا پېل كېږي

اسلام آباد۔7مارچ(اے پی پی) د اسلام آباد چېلنج كپ ټورنامنټ پري كوارټر فائنل مقابلې سبا نهې ورځې نه ټی اېنډ ټی فټ بال ګراؤنډ كښې پېل كېږي۔ اولني پري كوارټر فائنل به د ايليټ كلب او آزاد جمو وكشمير كلب لوبډلو ترمينځه ماسپخين درې بجې كولې شي۔ د ټورنامنټ په کوالیفائنګ راؤنډ كښې د اسلام آباد تر ټولو غوره 28 لوبډلو برخه واخسته كومې چې په 8 ډلو كښی ووېشلې شوې او د هرې يوې ډلې نه دوه دوه لوبډلو پري كوارټر فائنل له كواليفائي وكړه۔