د مېرمنو ورځې په موقع د مېرمنو د روپ سكېپنګ مقابلې به نن كېږي

اسلام آباد 07 مارچ (اے پي پي) د پاكستان روپ سكېپنګ فېډرېشن تر سيوري لاندې د مېرمنو ورځې په موقع د مېرمنو د روپ سكېپنګ مقابلې به د مارچ په 8مه نېټه كېږي. د پاكستان روپ سكېپنګ فېډرېشن صدر مقبول له مخې پاكستان روپ سكېپنګ فېډرېشن هر كال د مارچ په 8مه نېټه د مېرمنو نړيوالې ورځې په موقع د روپ سكېپنګ مقابلې كوي. ده ووئيل سږ كال هم اړوند اېسوسي اېشنز ته په دې لړ كښې هدايت شوے. ده ووئيل دا مقابلې به په اسلام آباد، كراچې، لاهور، پېښور او د كوئټه پشمول په نورو ښارونو كښې كېږي.