اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) د پاكستان تهرو بال فېډرېشن تر سيوري لاندې د مېرمنو ورځې په موقع د مېرمنو د تهروبال مقابلې به د مارچ په 8مه نېټه كېږي. د پاكستان تهرو بال فېډرېشن صدر مقبول له مخې د تېرو كلونو په شان سږ كال به هم د مېرمنو ورځې په موقع د مېرمنو د تهروبال مقابلې كېږي او په دې لړ كښې اېسوسي اېشنز ته هدايت شوے. ده ووئيل دا مقابلې به په اسلام آباد، كراچې، لاهور، پېښور او د كوئټه پشمول په نورو ښارونو كښې كېږي.