پیښور 04 مارچ (اے پي پي) نېشنل وويمن فټ بال چيمپئن شپ به د مارچ په 15مه نېټه د پیښور په قيوم سپورټس كمپليكس كښې پیل كېږي۔په چيمپئن شپ كښې به 12 لوب ډلې ګډون كوي۔د خېبرپښتونخوا د فټ بال اېسوسي اېشن چارواكو وئېلي دي چيمپئن شپ به د خېبرپښتونخوا د سپورټس ډائرېكټورېټ په مرسته د صوبائي فټ بال اېسوسي اېشن تر سيوري لاندې د مارچ د 15مې نېټې نه تر 17مه نېټه كېږي