د پاكستان او چين د دوستۍ ځلانده 70 كلونه نوې دور لپاره مهم حېثيت لري۔ د سېنېټر انوارالحق كاكړ اے پي پي سره خبرې

كوئټه 03 مارچ (اے پي پي)سېنېټر انوارالحق كاكړ وئېلي دي د پاكستان او چين د دوستۍ ځلانده 70 كلونه نوې دور لپاره مهم حېثيت لري٬د دفاع معيشت٬سفارتكارۍ او د سېلګرۍ پشمول په نورو څانګو كښې د پاكستان او چين د اړيكو په نړۍ كښې مثالونه وركؤړؤ كېږي٬د خپل مربوط او جامع اقتصادي پرمختګ په وجه نن چين د نړۍ عظيم اقتصادي قوت جوړ شوے۔ده دا خبرې د شورو په ورځ اے پي پي سره په خپلو خبرو كښې وكړی۔سېنېټر انوارالحق كاكړ ووئيل په 70 كلونو كښې د ښو اړيكو په نتيجه كښې د پاكستان او چين دوستي كله هم نه ده كمزورې شوې٬اوس د تعليم٬كلتور٬سېلګرۍ او د مېډيا په څانګو كښې د مرستې په نتيجه كښې د پاكستان او چين اړيكې نوې كچې ته رسي۔ده ووئيل پاكستان په هغو هېوادونو كښې شامل دے كومو چې تر ټولو وړاندې عوامي جمهوريه چين د رياست په توګه تسليم كړے او اوس د دواړو دوست هېوادونو ترمينځه اړيكې د څو لسيزو نه د شريك اعتماد په اصولو قائم دي۔ده ووئيل د كورونا نړيوالې وبا په مهال د چين لخوا په مثالي مرسته پاكستانے قام د چينائي حكومت مننه كوي٬اوس د كورونا څخه د بچ كېدو د لاكهونو په شمېر په واكسينو وركولو د چين او پاكستان اړيكې لا ښې شوي۔ده ووئيل د پاكستان او چين اولس ترمينځه اړيكې لا قوي كولو لپاره د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې اولس دوست حكومت د دواړو هېوادونو اړيكې نوې كچې ته د رسولو هڅې كوي