
ډېره اسماعيل خان 17 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د ډېره اسماعيل خان- هكله موټروے د بنياد تيګه كېښوده كومه چې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې د لوېديځ روټ برخه ده۔ په دې لړ كښې دستوره ډي آئي خان سره نزدې په يارك سيمه كښې وشوه۔ ډېره اسماعيل خان ته په رسېدو د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا٬ د جمعيت علما اسلام ﴿ف﴾ امير مولانا فضل الرحمان٬ د كورونو او ودانيو وفاقي وزير اكرم خان دراني٬ نورو چارواكو او د مسلم ليګ ﴿ن﴾ او د جمعيت علما اسلام ﴿ف﴾ كاركنانو د وزيراعظم تود هركلے وكړو۔