پېښور۔22فروری(اے پی پی) د پېښور په سربند سيمه كښې د جائيداد شخړې په نتيجه كښې د يو كور 5 كسان وژلې شوي۔ د پوليس له مخې دا پېښه د سربند سيمې په اخوان احمد كلي كښې رامخې ته شوې ۔ په وژلے شوو كښې خاوند ٬ دوه كور ودانې ٬ لور او زوي شامل دي۔ د پوليس وېنا ده د وژنې مقدمه د مقتول كرم شاه وراره په ضد سربند تھاڼه كښې درج كړې شوې۔ د صدر ډويژن اېس پي وقار خان وېنا ده د 3 مرلو په كور د ډزو دا پېښه رامخې ته شوې ۔ پوليس د پېښې ځائې ته رسېدو سره پلټنې پیل كړې۔ اېس پي وقار خان ووئيل وژلے شوو كسانو كښې كرم شاه ٬ دهغه زوي زبېر شاه ٬ لور كلثوم ٬ كورودانې ياسمين او سناره شامل دي۔ د پوليس چارواكو وېنا ده پوليس مړي پوسټ مارټم لپاره مرده خانې ته منتقل كړي او د مجرمانو نيولو له ئې كارروائي پېل كړې