پاكستان ټورازم ډوېلپمنټ كارپورېشن سېلګرۍ ته وده وركولو له د سپېشل رمضان پېكج تياري پېل كړه

اسلام آباد ۔ 15 مئی (اے پی پی) پاكستان ټورازم ډوېلپمنټ كارپورېشن (پي ټي ډي سي) سېلګرۍ ته وده وركولو له د سپېشل رمضان پېكج تياري پېل كړه چې مقصد ئې د رمضان المبارك په مياشت كښې سېلګرۍ ته وده وركول دي۔ د پي ټي ډي سي چارواكو ترمخه د رمضان سپېشل پېكج په مهال به ايوبيه ٬ ناران ٬ بالاكوټ ٬ سېدو شريف ٬ كالام ٬ چترال ٬بوني ٬ وادي كېلاش ٬رمه جېل ٬ سكردو او د بشام په شمول د سېل په نورو ځايونو كښې سلګرو سره په پي ټي ډي سي هوټلز او موټلز كښې د پاتې كېدو ٬ خوراك څښاك او ټرانسپورټ په لړ كښې خاص رعايت كولې شي۔