وېكسين لپاره د 60 كالو نه د زيات عمر وګړو رجسټرېشن پېل كړے شوے۔ اسد عمر

اسلام آباد۔20 فروری(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د كورونا وېكسين لپاره د 60 كالو نه د زيات عمر وګړو د رجسټرېشن عمل پېل شوے دے۔ د خالي په ورځ خپل ټويټ كښې هغه ووئيل د دې وګړو وېکسینېشن به د مارچ اولنۍ اونۍ نه پېل كړې شي۔ هغه د 60 كالو نه د زيات عمر په ټولو وګړو زور راوړو چې هغوي دې وېكسينېشن له رجسټرېشن وكړي