په مكران كوسټل لائن به د نشائي توكو قاچاق ختمولو له په ساحلي سيمو كښې كارروائي تندولې شي۔ د نشائي توكو مخنيوي وفاقي وزير د مېری ټائم کوآرډینېشن کنفرنس ته خطاب

کراچۍ ۔18فروری(اے پی پی) د نشائي توكو مخنيوي وفاقي وزير برېګېډیئر (ر) اعجاز احمد شاہ وئيلي دي په مكران كوسټل لائن به د نشائي توكو قاچاق ختمولو له په ساحلي سيمو كښې د نشائي توكو په ضد كارروائي تندولې شي۔ د نشائي توكو نه پاكې ټولنې له به خپلې هڅې روانې ساتؤ۔ د زيارت په ورځ مېری ټائم کوآرډینېشن کنفرنس ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل د نشائي توكو مخنيوي له د قانون نافذ كوؤنكو ادارو كردار د ستائنې وړ دے۔ هغه ووئيل په سمندري لارو د نشائي توكو په قاچاق بشپړ قابو موندل به لويه كاميابي وي۔ هغه ووئيل اېنټی نارکوټکس فورس سره په ګډه مېری ټائم سکیورټی ایجنسی، پاکستان کوسټ ګارډز او پاکستان کسټمز د نشائي توكو قاچاق ختمولې شي ځكه دې ادارو سره تلل ډېر مهم دي۔ هغه ووئيل په مکران کوسټل لائن به د نشائي توكو قاچاق ختمولو له په وخت ګامونه پورته كولې شي او په ساحلي سيمو كښی به د نشائي توكو په ضد كارروائۍ تندولې شي۔ هغه ووئيل د انټېلي جنس ايجنسيو په مرسته به په وخت كارروائي وكړې شي او مجرمان به سختې سزا سره مخ كړې شي۔