وزير اعظم عمران خان سره په سېنېټ كښې د حكومتي ډلي مشر سينېټر ډاكټر شهزاد وسيم ملاقات

اسلام آباد 18 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره سېنېټ كښې د حكومتي ډلي مشر سينيټر ډاكټر شهزاد وسيم د زيارت په ورځ ملاقات كړے ۔ د ملاقات په مهال د سېنېټ ټاكنو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې ۔د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا جاري بيان له مخې ډاكټر شهزاده وسيم سره په خپلو خبرو كښې وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې حكومت هڅې كوي په سېنېټ كښې قابل، اهل او د ميرټ په بنياد د سپيځلې تګلارې ترمخه سينيټران وټاكلې شي