
کراچی ۔ 15 مئی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پخوا د برېښنا پېداوار په شمول په نورو پرمختيائي منصوبو كار نه كولو سره مجرمانه غفلت شوے۔ ولې اوس د ايمان تر حد باور دے چې د پاكستان مسئلې به حل شي۔ اولس بدعنواني نه چلېږي۔ اولس مشر دا خبره ګورنر هاؤس كراچۍ كښې د نيو ټېك د سندونو وېش دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال د سندھ ګورنر ډاكټر عشرت العباد خان او د نېوټېك اېګزېكټو ډائرېكټر ذوالفقار چيمه هم خطاب وكړو۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان زلمې كول زمونږ تر ټولو لويه سرمايه ده۔ د دوئي د غوره سباؤن منصوبه بندۍ له حكومت جدي دے۔ اولس مشر ووئيل حكومت دوئي ته د بامقصد زده كړو د لارې د عزت روزګار وركولو له هڅې كوي