اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) خېبر پښتونخوا كښې به درې نوي صنعتي زونز جوړولې شي۔ صوبائي حكومت چترال، غازي (صوابي) او بنوں كښې د درې نوو انډسټريل زونز جوړولو منصوبه بندي كوي۔ دا زونز به د نظرثاني شوې صنعتي پاليسۍ 2020-30 ترمخه جوړولې شي۔ خېبر پښتونخوا اكنامك زونز ډويلپمنټ اينډ مينجمنټ كمپني (كے پي اي زيډ ډي اېم سي) چارواكو ووئيل صوبه كښې به د درېو نوو صنعتي زونز د بنياد تيګه اېښودلې شي۔ دوي ووئيل د روان مالي كال په پيل به جولائي 2020 نه پس كمپني د درې انډسټريل زونز د بنياد تيګه اېښودي چې پكښې جلوزئي، نوښار (توسيعي) او ډيره اسماعيل خان انډسټريل زونز شامل دي