د تيرو حكومتونو د كرپشن او غلطو پاليسيو په وجه مونږ سخت حالاتو سره مخ يو، اوس حالات ښه والي پلو روان دي، وفاقي وزير عمر ايوب خان

هري پور 16فروري (اے پي پي) د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان وئيلي دي د تيرو حكومتونو د كرپشن او غلطو پاليسيو په وجه مونږ سخت حالاتو سره مخ يو، اوس حالات ښه والي پلو روان دي۔ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد تندۍ سره پرمختګ پلو روان شوے د كومو ميوې چې اولس ته ترلاسه كيدل پيل شوي۔ده ووئېل په تېرو ټاكنو كښې چې څنګه د هري پور اولس زه په ټول پاكستان د زياتو ووټونو اغستونكې ګرځولې يم انشاء اﷲ دغسې به د اولس او د ضلعې د محروميو خاتمه كوم ۔ده ووئېل په ضلع كښې د اربونو روپو د برېښنا او ګاز پروژې پېل كرې شوي كومو څخه به چې نوي نسل استفاده وكړي۔ ده تيره ورځ د 6 كروړه 58 لكهه روپو په مصرف د تحصيل خانپور چھوئي او موهړهه غزن سيمه كښې د سوئي ګيس وركولو پروژې د پرانستې دستورې ته وينا كوله