د بلوچۍ ژبې نوموړے شاعر استاد عبد الله ثنا خاورو ته وسپارلے شو

کوئټه۔15فروری(اے پی پی) د بلوچۍ ژبې نوموړے شاعر استاد عبد الله ثناﺀ خاورو ته وسپارلے شو۔ استاد عبداللہ ثناﺀ د ډېرې مودې ناروغتيا له امله د كراچۍ په يو نجي روغتون كښې درملنو ته داخل ؤ چرته چې هغه تېره ورځ په حق ورسېد۔ د ارواښاد د جنازې مونځ كښې د سوؤنو په شمېر ځائي وګړو ګډون وكړو