ینګون۔15فروری (اے پی پی) د ميانمار پلازمينه ينګون كښې د پوځي نقل وحركت رپورټس نه وروستو امريكائي سفارت خپلو وګړو ته هدايت كړے چې د غېر ضروري مزل نه ډډه وكړي او په محفوظ وځايونو كښې پاتې شي۔ د برطانېي خبر رسنې ادارې له مخې امريكائي سفارت دا هدايت ميانمار كښې په اقتدار د كنټرول نه وروستو د پوځي نقل وحركت ٬ د لاريونونو د لاسه د انټرنېت آسانۍ نه ترلاسه كېدو او د شپې 1 بجې نه تر سهار 9 بجو مواصلاتي رابطو كښې د پېښو ستونزو له كبله كړے۔