ډېرہ اسماعیل خان ۔14 فروری (اے پی پی) نامعلومه وسله والو 28 كلن ځوان په ډزو ويشتلو سره ووژلو۔ د پوليس ذريعو له مخې د تحصيل كلاچۍ په مډي سيمه كښې 28 كلن رفيع الله د عنايت الله برخوردار د ماښام په و خت خپل كور ته نزدې ولاړ وو چې نامعلومه وسله والو په ډزو ويشتلو سره ووژلو۔ د اطلاع په ترلاسه كېدو د كلاچۍ پوليس د وژلي شوي ځوان ورور عرفان الله رپورټ د نامعلومه كسانو په ضد د قتل دفعې لاندې درج كړو۔ د هغه وېنا وه چې مونږ چا سره داسې كومه دښمني نه لرؤ