ابوظهبی۔14فروری(اے پی پی) متحدہ عرب امارات كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا د لاسه 15 كسان مړه شوي دي۔ د كورونا وائرس وباﺀ پیل كېدو نه وروسته ابوظهبي كښې د 24 ساعتو په مهال دا د مړو شويو تر ټولو زياته شمېره ده۔ د متحدہ عرب امارات د روغتيا وزارت له مخې تر دې دمه ګرد هېواد كښې د كورونا د لاسه د مړو شمېره 1001 ته رسېدلې ده۔ د دې ناروغتيا نه تر دې دمه 326780 كسان ښه شوي هم دي۔ د روغتيا وزارت د تېرو 24 ساعتو په مهال د نوې 2631 كرورنا كېسونو اطلاع وركړې چې ورسره د مصدقه كېسونو مجموعي شمېره 345605 ته رسېدلې ده۔