کوالالمپور۔13فروری(اے پی پی) ملائشیا كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نوې 3 زره 499 كېسونه رپورټ شوي چې ورسره د كورونا وائرس ځپلو مجموعي شمېره 2 لكه 61 زره 805 نه زياته شوې ده۔ د ملائشیا د روغتيا وزارت ډائرېكټر جنرل نور هشام ميډيا ته ووئيل چې د كورونا د لاسه د نورو 5 كسانو مړه كېدو سره تردې ګرد هېواد كښې د مړو شمېره 958 ته رسېدلې ده۔ بلخوا دې وباﺀ نه تر دې دمه 2 لكه 9 زره 289 كسان ښه شوي هم دي۔