انډونیشیا كښې د 5.0 شدت زلزله

 

هانګ کانګ۔13فروری(اے پی پی) انډونیشیا كښې د 5.0 شدت زلزلې جھټکې محسوس كړې شوې۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې د امريكاجیالوجیکل سروے كښې وئيلي شوي چې د زلزلې مركز د انډونیشیا  بندر لمپنګ سيمې نه 208 كلوميټره مغرب كښې وو۔ زلزله د ځائي وخت له مخې 18 دقيقيې د پاسه څلور بجې راغلې وه۔  په رېكټر سكېل د دې شدت 5.0 ریکارډ كړے شوے۔ د زلزلې مركز زمكه كښې 29.07 کلومیټره ژور وو۔ بلخوا د زلزلې د لاسه د كوم ځاني يا مالي زيان په اړه كومه اطلاع نه ده ترلاسه شوې