اسلام آباد۔13 فروری (اے پی پی) د قطبي وزيرستان مير علي تحصيل كښی په يو كور كښې د ګاز سلېنډر چاؤدنې په نتيجه كښې د 2 كوچنيانو په شمول 3 كسان مړه او 7 نور ژوبل شوي دي۔ د نجي ټي وي چېنل له مخې د رېسكيو چارواكو وئيلي چې د سلېنډر چاؤدنې دا پېښه د مير علي خدي كلي كښې رامخې ته شوه چرته چې يو كور كښې د ګاز سلېنډر چاؤدلو په نتيجه كښی د دوه كوچنيانو په شمول درې كسان مړه او د يوې مېرمنې په شمول 7 كسان ژوبل شو۔ رېسكيو ډلې د حق رسېدلې كسانو مړي او ژوبل شوي نزدې روغتون ته رسولې دي