صومالیه  ،  صدارتي مانړۍ  ته نزدې بمي چاؤدنه ٬ 2 كسان مړه

 

موغادیشو۔13فروری(اے پی پی) صوماليه كښې د خالي په ورځ پلازمينه موغادېشو كښې صدارتي مانړۍ او د پارليمنټ ودانۍ ته نزدې د شوې موټري بمي چاؤدنې په نتيجه كښې 2 كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي۔ د عېني شاهدينو له مخې امنيتي اهلكارو په موټر چلوؤنكي ځانمرګې بريد كوؤنكي ډزې وكړې چې په نتيجه كښې ئې د ګوله بارود نه ډك ګاډې وچاؤدلو۔ د پېښې په نتيجه كښې دوه كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شول۔ بلخوا كومې هم ډلې تر دې دمه د دې بريد ذمه واري نه ده قبوله كړې