ګورنر شاه فرمان مكين كښې په امنتتي اهلكارو د ترهګر بريد غندنه وكړه

پېښور ۔12 فروری(اے پی پی) د خېبر پختونخوا ګورنر شاہ فرمان د سوئيلي وزيرستان په مكين سيمه كښې د ترهګرو لخوا په امنيتي پوځ د ترسره شوي بريد په سختۍ سره غندنه كړې۔ هغه دې پېښه كښې د شهيدو شوو امنيتي اهلكارو لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د زغم دعا وكړه۔ پخپل جاري بيان كښې ګورنر ووئيل د ترهګرو په ضد جنګ كښې امنيتي ځواكونو بلها قربانۍ وركړي او د دغه قربانيو له امله امن دښمنه عناصر ماتې سره مخ شوي