د شهيد كرنل شجاع خانزداه ټېنس ټورنامنټ فائنل كښې د نوفل كليم او احساس اسحاق ترمينځه مقابله نن كېږي

اسلام آباد۔12فروری (اے پی پی) د شهيد كرنل شجاع خانزداه ټېنس ټورنامنټ فائنل كښې د نوفل كليم او احساس اسحاق ترمينځه مقابله نن د خالي په ورځ شاليمار كلب پېنډۍ كښې كېږي۔ مېجر جنرل ريټائرډ جاوېد اسلم به دې مقابله كښې د خاص مېلما په حېث ګډون كوي كوم به چې د مېچ په پايه كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو لوبغاړو ته انعامونه وركوي۔ آرګنائزنګ سېکرټری پخواني كپتان ډېوس کپ انعام الحق وئيلي دي فائنل مېچ لپاره ټول انتظامات بشپړ كړې شوي دي۔ دا خبره دې ياده وي چې دې ټورنامنټ كښې ټولو 28 لوبغاړو برخه واخسته۔ انعام الحق زياته كړه چې هره مياشت د سينئر او جونيئر كېټګريز دوه ټورنامنټونه زمونږ د شهيدانو په نوم كولې شي۔