د سپورټس ډيپارټمنټ او ډسټركټ هاكي اېسوسي اېشن ترسېوري لاندې انډر 16 هاكي ټورنامنټ نن پېل كېږي

پېنډی ۔12 فروری(اے پی پی) د سپورټس ډيپارټمنټ او ډسټركټ هاكي اېسوسي اېشن ترسېوري لاندې انډر 16 هاكي ټورنامنټ نن د خالي په ورځ شهناز شېخ هاكي سټېډيم كښې پېل كېږي۔ په دوه ورځني ټورنامنټ كښې د پېنډۍ او اسلام آباد 6 لوبډلې برخه اخلي كومو كښې چې پنجاب یوتھ اکېډمی، واہ اکېډمی، راولپنډی هاکی اکېډمی، کری هاکی اکېډمی اسلام آباد، ذاکر اکېډمی رېډ او ذاکر اکېډمی وائټ شاملې دي۔ د ټورنامنټ د دوو تر ټولو غوره لوبډلو ترمينځه فائنل مېچ به سبا د اتوار په ورځ كېږي۔ ټورنامنټ كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو ته به انعامونه هم وركولې شي۔