د افغانستان كركټ لوبډله راروانه مياشت د زمبابوے په ضد د دوو ټېسټ او درې ټي ټونټي مېچونو سريز كښې برخه اخلي

ابوظهبی ۔12فروری(اے پی پی) د افغانستان كركټ لوبډله به راروانه مياشت ابوظهبي كښې د زمبابوے په ضد د دوو ټېسټ او درې ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز كوي۔ دا خبره روانه وه چې د دواړو ترمينځه سيريز به عمان كښې كولې شي ولې د افغانستان كركټ بورډ (اے سي بی) عهدېدارانو د وېزې اوسنيو ستونزو د لاسه د زمبابوے په ضد سيريز متحده عرب امارات كښې د كولو خبره كړې ۔ افغانستان کرکټ بورډ (اے سی بی) وئيلي دي باور لرؤ چې متحده عرب امارات كښې سيريز كښې ګډون لپاره وېزا به په خپل وخت ترلاسه شي۔ د افغانستان کرکټ بورډ (اے سی بی) عهدېدارانو وئيلي دي مونږ به د زمبابوے په ضد سيريز ابوظهبي كښې كوؤ۔ د افغانستان کرکټ بورډ (اے سی بی) میډیا منېجر حکمت حسن هم ابوظهبي كښې د سيريز تصديق كړے ۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه اولنے ټېسټ مېچ به 2 مارچ او دويم وروستے ټېسټ مېچ به 10 مارچ نه پېل كېږي۔ د ټي ټونټي سيريز اولنے مېچ به په 17 مارچ ٬ دويم په 19 مارچ او درېم او ورستې مېچ به په 20 مارچ كېږي۔