اسلام آباد۔11فروری (اے پی پی) د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني نوموړي آل راؤنډر عبد الرزاق وئيلي دي محمد عامر يو ډېر صلاحيت لرونكے باؤلر دے په هغه كښې د سوئنګ سلطان وسيم اكرم پړق ليدلې شي۔ هغه ووئيل د محمد عامر نړيوال كركټ نه په ريټائرمنټ مايوسي شوې۔ هغه ووئيل دا به ښه وه چې هغه په مستقل توګه پاكستان لپاره لوبه كړې وې۔ عبد الرزاق د پروټيز په ضد ټېسټ سيريز كښې د فاسټ باؤلر حسن علي د غوره كاركردګۍ ستائنه هم وكړه۔ عبد الرزاق د زيارت په ورځ د سوئيلي افريقا په ضد پېل شوي د ټي ټونټي درې مېچونو سيريز لپاره پاكستانۍ لوبډله فېورټ وګرځوله۔ هغه هيله څرګنده كړه چې ټي ټونټي سيريز كښې هم د پاكستان د كاميابۍ امكانات زيات دي۔