لاهور۔11فروری (اے پی پی) د وزيراعظم د احساس پروګرام خصوصي مرستيال ډاكټر ثانيه نشتر وئيلي دا مهال هېواد كښې د احساس كفالت 70 فيصده سروے ترسره شوې ده۔احساس سروے ډيجيټل ده او د دې د غلا كېدو هېڅ خطر نشته۔ د 70 لکھ كورونيو د كفالت هدف به تر جون مياشتې ترسره شي۔ تر دې دمه 3.8 ملینه كورنۍ رجسټرډ شوي دي۔ 2.2 ملین شناختی کارډونه دي او 18 لكه تصديق شوي دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه هغې د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ هغې ووئيل وزيراعظم عمران خان كلر سيداں ٬ ساهيوال او وزيرستان كښې د احساس پروګرام وظيفې وركړې دي۔ چرته چرته چې سروے ترسره كېږي هلته وظيفې وركوؤ۔ تر پرون ورځې 2 لکھ 80 زره كسانو ته د احساس كفالت مېسج لېږلے شوے۔ نن به هم دوه لكه كسانو ته د پېسو مېسج لېږلے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل استاذانو ته د سروے ذمه واري د هغوي په مرضۍ وركړې شوې ده۔ هغې ووئيل احساس پروګرام كښې يو سېل جوړ كړے شوے دے كوم به چې د جعلي اكاؤنټس په ضد كارروائي كوي