ملګري ملتونه ۔11 فروری (اے پی پی) پاكستان په خپله خاوره د ترهګرو د پټو ځايونو موجودګۍ په اړه د هند بې بنسټه دعوې رد كړې دي۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم تېره ورځ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل آف كاؤنټر ټېررازم (یو اېن او سی ټی) مشر ولادی میر وورونکوف لخوا سلامتي كونسل ته د ترهګرۍ په ضد يو موټې كېدو پاتې كېدو حوالې سره د بريفنګ وركولو نه وروسته د هندي سفارتكار ټي اېس تريمورتي لخوا د لګولې شويو تورونو په ځواب كښې خپل ټويټ كښې ووئيل د ملګرو ملتونو اوسنې رپورټ كه يو اړخ ته د ترهګرۍ په ضد د پاكستان د هڅو او اقداماتو توثيق كوي نو بلخوا د پاکستان په ضد هند د بنسټه دعوؤ او د دروغو پراپېګنډې ناكامۍ او مايوسۍ څرګندونه هم كوي۔ دې نه ورسته د سلامتي كونسل د 15 كسيزه طالبان كمېټۍ مشر په حېث د هند د نامې غېر جانبدارۍ ته ګوتې هم نيولې كېدې شي۔ هغه ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل 1267 نامزد كړې شويو ډلو كښې ټی ټی پی او جے یو اے سره د هند لخوا د مالي مرستې د نه رد كېدو وړ ثبوتونه وړاندې كړې دي او مونږ په كمېټۍ زور راوړې چې هغه دې د پاكستان په ضد ترهګرۍ كښې د ككړو هندي حكومتي ايجنسو په ضد ګامونه پورته كړي