اديس ابابا 11 فروري (اے پي پي)د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې وئيلي دي د ايتھوپيا ځواكونو تيره اوونۍ د ټائيګرے ګروپ په ضد كاروائي كښې په ګڼو سيمو بمباري كړي چې په نتيجه كښې ئې 83 كسان ووژلې شوي او ګڼ وګړي محفوظو سيمو ته په كډه كولو مجبوره شوي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې افريقائي ډائريكټر ايچ آر ډبليو وياند لارينټيا بيډر ميډيا سره په څپلو خبرو كښې ووئيل د ايتھوپيا ځواكونو د بريدونو په مهال لويه وسله كارولې دغسې د بريدونو په مهال كورونه ،سكولونه او نجي ماركيټونه هم په نښه كړې شوي چې په نتيجه كښې ئې وګړو او د هېواد املاك ته زيان رسيدلے