فلپائن كښې د كورونا وائرس ځپلو شمېره 5 لکھ 43 زره نه زياته شوه

منېلا۔11فروری(اے پی پی)فلپائن كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 1 زر 734 نوي كېسونه رامخې ته شوي دي چې ورسره ګرد هېواد كښی د كورونا ځپلو مجموعي شمېره 5 لکھ 43 زره 282 نه زياته شوې ۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې د فلپائن د روغتيا وارت چارواكو وئيلي دي د نورو 68 رنځورانو د مرګ سره ګرد هېواد كښې د دې وائرس د لاسه د مړو شمېره 11 زره 469 ته رسېدلې ۔ بلخوا د دې ناروغتيا نه تر دې دمه ګرد هېواد كښې په مجموعي توګه 500335 كسان ښه شوي هم دي