په ننګرهار ولايت كښې په چاودنه كښې يو كس مړ او څلور ژوبل شول

كابل11 فروري (اے پي پي) د افغانستان د ننګرهار ولايت په بهسود ولسوالۍ كښې د چاودنې په نتيجه كښې يو كس مړ او څلور ژوبل شوي. د چين مېډيا له مخې چاودنه د زيارت په سهار په ځائي وخت 8 بجې 30 دقيقې شوې. په چاودنه كښې يو كس مړ او څلور ژوبل شوي. د ابتدائي پلټنو له مخې چاودېدونكي توكي په لاس ګاډې كښې په ځاے كړې شوي وو. د پېښې پلټې روانې دي