بلوچستان ،سېنېټ ټاكنو له 54 كانديدانو د نامزدګۍ کاغذونه د الیکشن کمېشن کوئټه دفتر څخه ترلاسه كړل

کوئټه 10 فروری (اے پی پی) بلوچستان څخه د سېنېټ تاكنو لپاره د بيلو سياسي ګوندونو 54 كانديدانو د نامزدګۍ کاغذونه الیکشن کمېشن آف پاکستان کوئټه دفتر څخه ترلاسه كړي۔د شورو په ورځ الیکشن کمېشن يو چارواكي ایسوسی ایټډ پرېس آف پاکستان ته ووئيل په مارچ میاشت كښې د سېنېټ ټاكنو لپاره د پاکستان تحریك انصاف،بلوچستان نېشنل پارټۍ،بلوچستان عوامی پارټۍ ، جمعیت علماﺀ اسلام ، د بلوچستان نېشنل بارټۍ عوامی او آزاد كانديدانو د نامزدګۍ کاغذونه ترلاسه كړي۔دا خبره دې ياده وي د سېنېټ خالي كيدونكو 48 چوكو باندې په ټول هېواد كښې ټاكنې به په مارچ كښې كيږي په دې كښې د بلوچستان د سېنېټ لپاره به په 12 چوكو پولنګ كيږي،چې پكښې 7جنرل، 2 ټیکنوکریټ / علماء کرام ، اقلیت يو او د ميرمنو دوه چوكۍ شاملې دي۔ الیکشن کمېشن له مخې كانديدان د سهار 9 بجو نه تر ماښام 5 بجې د نامزدګۍ كاغدونه اخستې شي دغسې د سېنېټ ټاكنو شیډول به په 11فروری 2021 جاری کولې شي