پېښور۔ 10فروری(اے پی پی) بي آر ټي پېښور كښې د نجي سكيورټي كمپنۍ ملازمانو د هړتال هڅه ناكامه كړې شوې۔ د ټرانس پېښور چارواكو لخوا د نجي كمپنۍ عهدېدارو ته د معاملاتو په فوري توګه د حل كولو هدايت شوے۔ نجي كمپنيو ته وئيلې شوي چې بي آر ټي سروس كښې به كوم ډول كمے ونه زغملے شي۔ ټولې نجي كمپنۍ دې خپلو ملازمانو سره معاملې پخپله حل كړي۔ هغوي زياته كړه چې سروس به مسافرو لپاره پرله پسې روان ساتلے شي او بی آر ټی آپرېشنز كښې د هړتال په شمول د كوم ډول خنډ رامخې كوؤنكو په ضد به د كنټرېكټ له مخې سخته كارروائي كولې شي۔ د وګړو سفري آسانۍ اولنۍ ترجيح ده او دا د اولس سروس دے او په دې كومه سودا نه شي كېدې